کوټه (نوې ژوند) د تفتان بس ټرانسپورټ يونين چيرمين محمود خان باديني ويلي دي چې د ډيزلو په بيو کې پرلهپسې زياتوالی د ولس سره ښکاره ظلم دی، او حکومت پيټروليم مصنوعات د عايد د وسيلې په توګه کاروي۔هغه وويل چې د بېلابېلو ټکسونو تر نوم لاندې پر ولس دروند بوج اچول شوی، چې له امله يې د پيټروليم مصنوعات د حکومت لپاره د ګټې وسيله ګرځېدلې ده۔د هغه په وينا د پيټرول او ډيزلو په بيه کې درانه ټکسونه شامل دي، چې د پيټرول پر هر لېټر باندې شاوخوا 198 روپۍ او د ډيزلو پر هر لېټر باندې له 113 روپو څخه زيات ټکسونه اخيستل کېږي۔د راپور له مخې د ټکسونو پرته د پيټرول اصلي بيه شاوخوا 216 روپۍ 68 پېسې ده، په داسې حال کې چې د ډيزلو په بيه کې مختلف ټکسونه، لېوي، کسټم ډيوټي او نور لګښتونه شامل دي چې بيه يې نوره هم لوړه کړې ده۔محمود خان باديني وويل چې حکومت بايد د خلکو پر اوږو د مهانګۍ بار کم کړي او د پيټروليم په ځانګړي ډول د ډيزلو په بيو کې د پام وړ کمی راولي۔هغه زياته کړه چې زياتره ټکسونه غير ضروري او ظالمانه دي، نو حکومت دې دا اضافي ټکسونه ختم کړي او يوازې د کسټم ډيوټي معقول حد پورې وساتي۔په پای کې نوموړي له حکومت غوښتنه وکړه چې خلکو ته نورې وعدې نه ورکوي، بلکې د پيټرول او ډيزلو په بيو کې دې فوري او محسوسه کمي وکړي، ځکه دا يوازينۍ لاره ده چې د مهانګۍ مخه پرې نيول کېدای شي۔
