پاکستان ۱۱ مئی ۲۰۲۶

۱۲ مئې د کراچۍ په تاريخ کې تر ټولو توره، دردناکه او خونين ورځ وه: بيان

کراچۍ (نوې ژوند) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيند له لوري په جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې ۱۲ مئې د کراچۍ په تاريخ کې تر ټولو توره، افسوسناکه او خونينه ورځ وه، چې پکې د جمهوريت، آزادې عدليې، د آئین بالادستۍ، بشري حقونو او قومي برابرۍ غږ د زور، جبر او فسطايي هتکنډو له لارې خاموشه کولو هڅه وشوه۔په بيان کې ويل شوي چې د ۱۲ مئې په دې دردناک پېښه کې بې ګناه انسانان شهيدان شول، کراچۍ ښار د وېرې، اور او ترهګرۍ په فضا کې ونغښتل شو، او نړۍ د رياستي سرپرستۍ لاندې رامنځته شوې بدامنۍ ننداره وکړه۔ګوند زياته کړې چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند خپلو ټولو معلومو او نامعلومو شهيدانو ته د عقيدت سرخ سلام وړاندې کوي او دا عزم تکراروي چې د شهيدانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه کړل شي۔بيان کې ويل شوي چې د شهيدانو ياد ژوندي ساتل، د هغوی قومي او جمهوري مشن پر مخ وړل، او د ظلم او جبر پر هر نظام ضد مبارزه جاري ساتل د دوی قومي، سياسي او اخلاقي ذمه واري ده۔پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي چې دوی تل د آئین بالادستۍ، پارليمان خپلواکۍ، آزادې عدليې، حقيقي جمهوريت، د محکومو قومونو د حقونو او د هر ډول آمريت او مارشل لا فکري پر ضد اصولي او جرأتمن سياسي مبارزه کړې ده۔بيان کې زياته شوې چې د ګوند مخکښ مشران او کارکنان په هر دور کې د بند، ګواښونو، تشدد او رياستي جبر باوجود د حق او سچ بيرغ پورته ساتلی دی، او نن نور سياسي ګوندونه هم د دوی د قربانيو او مزاحمتي سياست مثالونه ورکوي۔ګوند وويل چې ۱۲ مئې يوازې يوه پېښه نه ده، بلکې دا په هېواد کې د جمهوري قوتونو، آزادو ادارو او محکومو قومونو د جدوجهد پر ضد د يو منظم سازش نښه ده۔ د دوی په وينا، په دې ورځ توی شوی وينه لا هم د انصاف غوښتنه کوي او تاريخ به هغه کردارونه هېڅکله معاف نه کړي چې کراچۍ يې د قتل ګاه په ښار بدله کړه۔په بيان کې اعلان شوی چې د ۱۲ مئې د شهيدانو په ياد کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيند له خوا د کراچۍ په صوبايي سيکريتريټ کې يو لوی تعزياتي سيمينار ترسره کېږي، چې پکې به د شهيدانو د قربانيو ياد تازه کړل شي۔ګوند د ټولو کارکنانو، وطن دوستو خلکو، ځوانانو، وکيلانو، خبريالانو او جمهوري فکر لرونکو قوتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې سيمينار کې په پراخه کچه ګډون وکړي او دا عزم څرګند کړي چې د ظلم، جبر، فسطائيت او غير جمهوري قوتونو پر ضد مبارزه به تر هر حاله جاري ساتل کېږي، او د شهيدانو د وينې په رڼا کې د ازادۍ، انصاف او برابري مشعل به هېڅکله مړ نه شي۔