اسلامآباد (ویبسایټ) — د پټرولیم ډویژن چارواکو ویلي دي چې په هېواد کې د پیټرول د بیې لوړېدو اصلي لامل د ۱۱۷ روپۍ فی لیټر لیوي نافذول دي.د سینیټ د پټرولیم قائمې کمیټې په غونډه کې د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک او د پټرولیم ډویژن چارواکو ارکان ته تفصیلي بریفنګ ورکړ.د غونډې پر مهال د کمیټې غړي سیف الله ابرو پوښتنه وکړه چې د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې د پیټرولیم محصولات څومره سټاک درلود؟ او ولې د مارچ له پیل وروسته پیټرول او ډیزل ۵۵، ۵۵ روپۍ فی لیټر ګران شول؟چارواکو وویل چې د مارچ له لومړۍ وروسته په نړیوال مارکیټ کې د ډیزلو بیه ۲۸۵ ډالر فی بیرل او د پیټرولو بیه ۱۵۰ ډالر فی بیرل ته لوړه شوې وه.د پټرولیم ډویژن په وینا، د هېواد د سټاک د یقیني کولو لپاره ګران تیل هم اخیستل شوي او پاکستان رسمي ستراتیژیک تیل سټاک نه لري.وزیر پټرولیم وویل چې د هرې کمپنۍ معلومات به کمیټې ته ورکړل شي او دا موضوع د ایف آی اې تر څېړنې لاندې هم ده.کمیټې ته دا هم وویل شول چې د ۴۲ آئل مارکیټنګ کمپنیو آډټ به ترسره شي.وروسته د پټرولیم ډویژن چارواکو په واضح ډول وویل چې د پیټرول قیمت د زیاتېدو اصلي لامل د ۱۱۷ روپۍ فی لیټر لیوي لګول دي.
