پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

اسلام‌آباد: محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمان ترمنځ مهمه لیدنه

اسلام‌آباد/کوئټه (ویب‌سایټ) — د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چیئرمین محمود خان اڅکزي د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان سره په پارلمان هاوس کې مهمه لیدنه کړې ده.دواړو مشرانو د پارلمان هاوس د اپوزیشن لابي کې د هېواد پر سیاسي وضعیت، پارلماني چارو او د قومي اسمبلۍ د روانې غونډې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.د ملاقات پر مهال د هېواد روان سیاسي کشمکش، د اپوزیشن ګوندونو ترمنځ همغږي او د پارلمان د کردار په اړه هم سلا مشورې وشوې.دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې پارلمان باید د ولسي ستونزو د حل او د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول ولوبوي.په لیدنه کې دا هم ومنل شوه چې په اوسنیو سیاسي حالاتو کې د اپوزیشن ګوندونو ترمنځ اړیکې او مشورې لا نورې قوي کول ضروري دي۔