پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

بلاول بھټو زرداري به 15 مئي کوټې ته په دوه ورځني سفر راځي

کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري به د مئي په 15مه نېټه په دوه ورځني مهم سفر کوټې ته راورسيږي، چرته چې به هغه د پارټۍ د تنظيمي، سياسي او داخلي چارو په اړه مهمې غونډې او مشورې کوي۔ د ګوند سرچينو ترمخه بلاول بھټو زرداري به د بلوچستان د ناراضه مشرانو، کارکنانو او د پارټۍ غړو سره جلا جلا ملاقاتونه کوي او د هغوی شکايتونه او تحفظات به اوري، ترڅو په صوبه کې دننه اختلافات ختم او تنظيمي جوړښت نور هم مضبوط کړل شي۔ ويل کېږي چې په دې موقع به يوه ځانګړې ناسته هم کېږي چې پکې به صوبايي مشران، پخواني عهديداران او ضلعي صدور ګډون کوي۔ بل لور ته بلاول بھټو زرداري به د يوې مهمې دستورې ګډون هم کوي، چرته چې به شاوخوا 500 مستحق کسانو ته امدادي چيکونه ورکول کېږي، کوم چې د سي ايم اوورسيز ايمپلائمنټ پروګرام لاندې د بهر هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره تلونکو کسانو د مالي مرستې لپاره ځانګړي شوي دي۔ د پيپلز پارټۍ مشرانو د بلاول دغه سفر د بلوچستان د سياست لپاره مهم ګام بللی او هيله يې څرګنده کړې چې له دې سره به ګوند نور هم فعال او مضبوط شي۔