مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان اسمبلۍ: د میډیا کارکوونکو د برطرفیو په اړه د وزیراعلی د اقدام ډاډ، د ښځو د روغتیا مهم قرارداد منظور

کوئټه (ویب‌سایټ) — د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپیکر عبدالخالق اڅکزي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د صوبې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو تفصیلي بحث وشو.د غونډې په پیل کې د پوښتنو پر مهال اړوندو محکمو ځوابونه وړاندې کړل، خو د ایوان زیات تمرکز له خبریالانو سره پر شوي چلند او د میډیا ادارو له خوا د کارکوونکو پر جبري برطرفیو و.د اسمبلۍ غړو فرح عظیم شاه او رحمت صالح بلوچ وویل چې بلوچستان لا له وړاندې په قومي میډیا کې له پامه غورځول شوی، او اوس د بیورو دفترونو تړل د زغم وړ نه دي.وزیراعلی میر سرفراز بګټي ډاډ ورکړ چې په دې اړه به له وفاقي وزیر اطلاعات سره خبرې وکړي او د میډیا کارکوونکو سره به زیاتی نه پرېږدي.غونډه کې د ښځو د روغتیا او صفایۍ په اړه یو مهم قرارداد هم په اتفاق سره منظور شو، چې پکې د سینیټري نیپکنز او اړوند خام مال څخه د جي اېس ټي او اضافي سېلز ټیکس ختمولو غوښتنه شوې ده.په قرارداد کې ویل شوي چې د بلوچستان ۸۹ سلنه ښځې د حفظان صحت له اساسي توکو بې برخې دي.همداراز د مولانا هدایت الرحمان له خوا د اقلیتي ټولنې د حقونو د تحفظ قرارداد هم په اتفاق سره منظور شو.د مکران ډویژن کې د ډینګي له ۲۰۰۰ زیات کیسونه مخې ته راتلو وروسته رحمت صالح بلوچ د توجہ دلا نوټس وړاندې کړ، په داسې حال کې چې میر زابد علي رېکي د دورانِ سروس وفات شویو ملازمینو د کورنیو د تقررۍ ځنډ موضوع راپورته کړه.په غونډه کې د پشین روغتونونو خراب وضعیت او د آپرېشن تیاترونو بندښت باندې سید ظفر آغا سخت احتجاج وکړ، او اپوزیشن لیډر میر یونس عزیز زهري د کوئټه ـ کراچۍ شاهراه د ناقص تعمیر له امله این ایچ اې سخت وغانده.هغه وویل نوې سړک په یوه اوونۍ کې زیانمن شوی، چې وروسته ډپټي سپیکر د این ایچ اې چارواکو ته ایوان ته د حاضرېدو هدایت وکړ.د غونډې په پای کې د کورم د نشتوالي له امله سپیکر اجلاس د مې تر ۱۴مې نېټې وځنډاوه۔