تازه خبرونه ۱۲ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې د بي ايف اے پراخ عمليات، 4 فوډ يونټونه سيل او 25 ته جرمانې

کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) بلوچستان فوډ اتهارټۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د ناقصو او مضر صحت خوراکي شيانو خلاف پراخ عمليات کړي چې پکې 4 فوډ يونټونه سيل، 25 کاروباري مرکزونو ته جرمانې او 39 ته د اصلاح نوټسونه جاري شوي دي۔ په کوټه کې د ائيرپورټ روډ، سبزل روډ او سرياب روډ په مختلفو سيمو کې بيکرۍ، ريسټورنټونه او ټريډر ګودامونه چک کړل شول، چرته چې د غير معياري کولډ ډرنکسو له امله يو ګودام او د ناقص صفايۍ له امله يو پيزا پوائنټ سيل کړل شو۔ په ګوادر کې د ايکسپاير مصالحو، چائنيز نمک او ګټکې په موجودګۍ يو کيفې او څلور جنرل سټورونو ته جرمانې واچول شوې، په خضدار کې د زائدالمعياد بسکټو او کنفکشنري شيانو خرڅونکو خلاف کارروائي وشوه، او ډيره مراد جمالي کې هم د ګټکې او جعلي ليبلنګ په تور دوکانونو ته جرمانې ولګېدې۔ د بي ايف اے وياند وويل چې فوډ بزنس آپريټرانو ته د فوډ سېفټۍ قوانينو عملي کولو او لايسنس مکملولو سختې هدايات جاري شوي دي۔