کوئټه (ویبسایټ) — د بلوچستان اسمبلۍ د کانونو او معدني پرمختګ محکمې قائمه کمېټۍ یوه مهمه غونډه د کمېټۍ د مشر غلام دستګیر بادیني په مشرۍ ترسره شوه.په غونډه کې د صوبایي اسمبلۍ غړو میر محمد صادق عمراني، زابد علي رېکي او خیر جان بلوچ ګډون وکړ، په داسې حال کې چې د اسمبلۍ سېکرټري طاهر شاه کاکړ، د معدنیاتو محکمې، قانون محکمې او نورو اړوندو ادارو چارواکي هم موجود وو.د غونډې پر مهال د “بلوچستان مائنز هېلتھ اېنډ سېفټي بل ۲۰۲۶” پر بېلابېلو مادو غور وشو او د مجوزه قانون تفصیلي جاج واخیستل شو.قائمه کمېټۍ د کانونو په سکټور کې د کارکوونکو مزدورانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره د قانون سازۍ اهمیت ته ځانګړې پاملرنه وکړه او ویې ویل چې د مزدورانو تحفظ باید باوري کړل شي.د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ځمکوالو او اړوندې ادارې ترمنځ موجود تحفظات ختمولو او د اتفاقِ رایې رامنځته کولو لپاره به ډېر ژر بله غونډه هم راوبلل شي، څو د مشورې له لارې بل ته وروستۍ بڼه ورکړل شي۔
