مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان تعليم محکمه کې د غير قانوني بهرتيو تحقيقاتو کې مهم پرمختګ

کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د بلوچستان د تعليم محکمه کې د مبينه غير قانوني بهرتيو او د قواعدو خلاف ورزيو په اړه روانو تحقيقاتو کې مهم پرمختګ شوی دی، چې پکې اينټي کرپشن اسټيبلشمنټ درې مهم کسان جان محمد، قاضي منظور او ياسين جعفر طلب کړي دي۔ سرچينو ترمخه دغو کسانو ته هدايت شوی چې د بهرتيو اړوند ريکارډ او وضاحت سره د اينټي کرپشن چارواکو مخې ته حاضر شي۔ ويل کېږي چې په مختلفو اساميو بهرتيو کې د ميرټ خلاف ورزي، جعلي اسنادو، غير قانوني سفارشونو او د اصولو نه بهر تقرريو شکايتونو وروسته پلټنې پيل شوې وې، او ابتدائي انکوائرۍ کې د بې ضابطګيو ثبوتونه هم موندل شوي دي۔ تحقيقاتي ادارې د تقررۍ آرډرونه، د اميدوارانو فايلونه، د ټېسټ او انټرويو نتيجې او نور مهم اسناد هم جاج کوي، او دا هم ګوري چې آيا سياسي اثر رسوخ يا د اختياراتو ناجائزه استعمال شوی که نه۔ سرچينې وايي چې د دغو کسانو د بيانونو وروسته نور شخصيات هم طلب کېدای شي۔