کوئټه (ویبسایټ) — د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بي یو جې) په غوښتنه د کوئټې خبریالانو د میډیا دفترونو د تړلو او د ګڼ شمېر میډیا کارکوونکو د برطرفۍ پر ضد د بلوچستان اسمبلۍ د غونډې کوریج بایکاټ کړ او د اسمبلۍ مخې ته یې احتجاجي مظاهره وکړه.دغه احتجاج د بي یو جې مشر منظور احمد رند په مشرۍ ترسره شو، چې پکې خبریالانو د “سنو نیوز” په ګډون د بېلابېلو ټي وي چینلونو د بیورو دفترونو د بندولو او د خبریالانو د بې روزګاره کولو پر ضد سخت شعارونه ورکړل.مظاهره کوونکو غوښتنه وکړه چې په کوئټه کې تړل شوي ټول ټي وي دفترونه دې بېرته پرانیستل شي او برطرفه شوي کارکوونکي دې خپلو دندو ته ستانه کړل شي.د خبریالانو د احتجاج له امله د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي په لارښوونه د صوبایي وزیرانو او د اسمبلۍ غړو یو پلاوی، چې علي مدد جتک، رحمت صالح بلوچ او فرح عظیم شاه پکې شامل وو، له مظاهره چیانو سره مذاکرات وکړل.حکومتي پلاوي خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د ټي وي چینلونو د بندېدو او د خبریالانو د بې روزګاره کولو موضوع به نه یوازې د بلوچستان اسمبلۍ په فلور پورته کېږي، بلکې قومي اسمبلۍ او سېنېټ ته به هم وړل کېږي.د اسمبلۍ غړو ویلي چې ټوله سیاسي مشري د خبریالانو پر ضد د شویو اقداماتو غندنه کوي.د حکومتي وفد له لوري د ډاډ وروسته خبریالانو خپل احتجاج او د اسمبلۍ کوریج بایکاټ پای ته رسولی دی۔
