اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د سټیټ بینک د تازه شمېرو له مخې د روان مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او نورو خلیجي هېوادونو څخه پاکستان ته د ترسیلات زر په کچه کې زیاتوالی ثبت شوی، ټولټال 17.95 اربه ډالر هېواد ته لېږل شوي چې د تېر کال په پرتله 5.5 سلنه زیاتوالی ښيي، راپور زیاتوي چې له سعودي عرب څخه 7.929 اربه ډالر، له اماراتو څخه 7.008 اربه ډالر او له قطر، کویټ، بحرین او عمان څخه 3.217 اربه ډالر پاکستان ته رالېږل شوي، په مجموعي توګه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ترسیلات زر 33.86 اربه ډالر ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله 8 سلنه زیاتوالی ښيي.
