پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

د پلاننګ او اطلاعاتو وزیرانو د میډیا د پرمختګ او عصري کولو پر موضوع خبرې وکړې

اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د پلاننګ وزیر احسن اقبال او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ترمنځ په یوې مهمې لیدنه کې د پاکستان د میډیا د پرمختګ او عصري اړتیاوو پر موضوع مفصلې خبرې وشوې، په غونډه کې ټینګار وشو چې میډیا باید د نوې ټیکنالوژۍ او مسلکي معیارونو سره سم عصري شي تر څو خلکو ته دقیق، شفاف او پر وخت معلومات وړاندې کړي، دواړو وزیرانو وویل چې میډیا د ریاست او ولس ترمنځ مهم پُل دی او باید د مثبت سوچ، ملي جوړښت او د ځوان نسل د فکري روزنې لپاره کار وکړي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې د پاکستان کلتور، ټولنیز ارزښتونه او ملي روایات د میډیا په پالیسۍ کې لا پیاوړي کړل شي او حکومت به د میډیا د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کوي.