مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

سرکاري دفترونه د ولس د ستونزو د حل پر ځای د اذیت سبب ګرځېدلي دي: جے یو آئی

کوئټه (ویب‌سایټ) — د جمعیت علمای اسلام ضلع کوئټه مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، سېکرټري جنرل حاجي عین الله شمس، سینئر نائب امیر مولانا خورشید احمد، حاجي بشیر احمد کاکړ او نورو مشرانو ویلي چې د صوبایي پلازمېنې زیاتره سرکاري دفترونه د خلکو لپاره د اذیت او سپکاوي مرکزونه ګرځېدلي دي.دوی په ګډ بیان کې ویلي چې د افسرشاهۍ له خوا غیرضروري ځنډ، دودیز ټال مټول او پېچلي دفتري نظام له امله خلک د خپلو قانوني او جائز کارونو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.د جے یو آئی مشرانو زیاته کړې چې د لوکل سرټیفکېټ، شناختي او د استوګنې اسنادو او نورو ضروري کاغذونو ترلاسه کولو کې خلک له ذهني فشار او کړاو سره مخ دي.بیان کې ویل شوي چې ځینې اهلکار د رشوت اخیستلو لپاره خلک قصداً خواروي او دا عمل ښکاره ولس دښمني ده.دوی له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې په سرکاري ادارو کې دې شفافیت او احتساب یقیني کړل شي او د بدعنوانۍ، نااهلۍ او د ولس د سپکاوي پر ضد دې فوري اقدامات وشي۔