مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

لکپاس کسټم آتشزدګي د بدترينې کرپشن او قومي خزانې تباهي ده، آل پاکستان بس يونين

کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) آل پاکستان بس يونين او پنجاب خېبرپښتونخوا بس يونين د لکپاس کسټم ګودام د اور لګېدنې پېښه د کرپشن، نااهلۍ او مفاد پرستۍ بدترينه بېلګه ګرځولې او ويلي يې دي چې څو مفاد پرستو کسانو د خپلو شخصي ګټو لپاره نه يوازې ټرانسپورټرانو او سوداګرو ته دروند مالي زيان رسولی، بلکې قومي خزانه يې هم د اربونو روپو نه محرومه کړې ده۔ د يونين مشرانو ظاهر شاه کاکړ، وزير خان، اقبال سرګړ، حبيب الله او نورو په ګډ بيان کې وويل چې دا يو عادي حادثه نه، بلکې منظم سازش ښکاري، چې له امله يې د ګڼ شمېر ټرانسپورټرانو بسونه، کوچونه، ګاډي او قيمتي سامانونه له منځه تللي دي۔ هغوی وويل چې حکومت او اړونده ادارو ذمه واري لرله چې د کسټم ګودامونو او پارکنګ ځايونو لپاره قوي حفاظتي اقدامات يقيني کړي وای، خو د غفلت او بدانتظامۍ له کبله خلکو ته سخت مالي او ذهني زيان اوښتی دی۔ د بس يونين مشرانو غوښتنه وکړه چې د پېښې شفاف او غير جانبدار تحقيقات دې وشي، ذمه وار کسان دې قانون ته وسپارل شي او ټولو متاثره ټرانسپورټرانو او سوداګرو ته دې سمدستي معاوضه ورکړل شي، ګنې احتجاجي تحريک به پيل کړي۔