مستونګ (ویبسایټ) — د لکپاس سیمې ته نږدې د کسټم په ګودام کې لګېدلی خطرناک اور تر ۲۲ ساعتونو وروسته هم نه دی مړ شوی او د ژغورنې ادارې لا هم د اور د کنټرول هڅې کوي.د مستونګ ډپټي کمشنر له مخې، دغه اور پرون سهار شاوخوا لس بجې لګېدلی و چې په لږ وخت کې یې ټول ګودام په خپلو لمبو کې راګیر کړ. چارواکي وایي، په ګودام کې موجود له سلو زیات موټرونه په بشپړه توګه سوځېدلي او په ایره بدل شوي دي.د معلوماتو له مخې، په ګودام کې د ایل پي جي سلنډرونه، تېل، کیمیاوي مواد، وچې مېوې، جامې او ټایرونه موجود وو چې د اور شدت یې نور هم زیات کړی دی.چارواکو ویلي، د اور له امله د ګېس سلنډرونو او ایل پي جي باوزرونو ګڼې چاودنې هم شوې دي، چې له کبله یې ۳۵ کسان سوځېدلي او ټپیان شوي دي. ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.بل لور ته، له لسو زیات د فایر بریګېډ موټرونه د اور وژنې په عملیاتو بوخت دي. انتظامیې ویلي چې د اور شدت کې د لږ کموالي وروسته د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د شپې له خوا د ټرافیکو لپاره بېرته پرانیستل شوې، خو د ګودام دننه د اور د بشپړ کنټرول هڅې لا هم روانې دي۔
