اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) حکومتي اسنادو کې انکشاف شوی چې حکومت په تېرو 9 میاشتو کې د پټرولیم لیوي په نوم له صارفینو څخه تر 12 کهربه او 5 اربه 18 کروړه روپیو زیاتې پیسې وصول کړې دي، په داسې حال کې چې د کلائمیټ سپورټ لیوي په نوم هم 35 اربه روپۍ نورې راټولې شوې دي. د اسنادو له مخې یوازې د جولایي 2025 میاشت کې 1 کهربه 45 اربه، اګست کې 1 کهربه 15 اربه، ستمبر کې 1 کهربه 11 اربه او اکتوبر کې 1 کهربه 45 اربه روپۍ د لیوي په مد کې اخیستل شوې دي. همدارنګه نومبر کې 1 کهربه 51 اربه، دسمبر کې 1 کهربه 57 اربه، جنورۍ 2026 کې 1 کهربه 24 اربه، فرورۍ کې 1 کهربه 20 اربه او مارچ کې 1 کهربه 37 اربه روپۍ له ولسه اخیستل شوې دي، چې له امله یې د پټرولیم د بیو د لوړېدو پر ضد د ولس اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي۔
