کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د عوام پاکستان پارټۍ بلوچستان صوبايي جنرل سېکرټري او د تعليم ماهر پروفېسر ډاکټر حليم صادق د بلوچستان حکومت مجوزه ډيجيټل ميډيا پاليسي په کلکه رد کړې او ويلي يې دي چې دا پاليسي د مثبت او تعميري صحافت د ختمولو او د پرنټ ميډيا سره تړلو سلګونو صحافيانو، رپورټرانو، کمپوزرانو او نورو کارکوونکو د معاشي قتل برابر ده۔ هغه په خپل بيان کې وويل چې د بلوچستان مقامي اخبارونه د محدودو وسائلو باوجود د ولسي ستونزو، جمهوريت او د لرې پرتو سيمو د نمائندګۍ لپاره مهم کردار ادا کوي، خو موجوده حکومت د دغو ادارو د کمزورې کولو هڅه کوي۔ نوموړي وويل که حکومت خپله کارکردګي ښه ګڼي نو دغه پاليسي دې په پنجاب، سندھ او وفاق کې هم نافذه کړي، ځکه يوازې په بلوچستان کې د سختې پاليسۍ نافذول د آزاد صحافت خلاف منظم سازش ښکاري۔ هغه زياته کړه چې حکومت دې سمدستي متنازعه ډيجيټل ميډيا پاليسي بېرته واخلي او د صحافي تنظيمونو سره په مشوره داسې پاليسي جوړه کړي چې د اظهارِ رائے ازادي او د ميډيا ورکرانو تحفظ يقيني کړي۔
