کراچۍ (ویبسایټ) — د قطر نه پاکستان ته روانه د مایع ګیس (LNG) درېیمه کښتۍ د ایران په ځانګړې اجازه د هرمز تنګي ته داخله شوې ده.د شپنګ سرچینو په وینا، کښتۍ د هرمز تنګي د هنګم جزیرې څخه مخکې روانه ده او د قطر له راس لفان ټرمینل څخه پکې LNG بار شوې ده.د پورټ قاسم سرچینو ویلي چې دا ګیس به د اینګرو ټرمینل ته راوړل کېږي، او یوه بله کښتۍ هم مخکې کراچۍ ته رسېدلې ده.د معلوماتو له مخې، دا په تېرو ۱۵ ورځو کې درېیمه LNG کښتۍ ده چې ایران یې د پاکستان لپاره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
