مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

کوئټه: د ډیجیټل میډیا پالیسۍ پر ضد د بلوچستان نیشنل پارټۍ اندېښنه

کوئټه (ویب‌سایټ) — د بلوچستان نیشنل پارټۍ مرکزي بیان کې د ډیجیټل میډیا پالیسي ۲۰۲۶، او په راډیو کې د بلوچي او براهوئي ژبو د پروګرامونو بندېدو په اړه سختې اندېښنې څرګندې شوې دي.ګوند ویلي چې دا ډول پالیسۍ د بلوچستان د ژبو، کلتور او رسنیو پر ضد ګوزار دی او د خلکو د هویت د مسخ کولو هڅه ده.بیان کې ویل شوي چې په اوسني وخت کې پرنټ میډیا له سختو مالي او اداري ستونزو سره مخ ده، او د دې پر ځای چې ملاتړ یې وشي، د هغې د کمزوري کولو هڅې روانې دي.ګوند ویلي چې په پوهنتونونو کې د مادري ژبو پرمختګ ته هم خنډونه جوړ شوي، چې دا د خلکو د محرومیت احساس نور هم زیاتوي.بیان کې ټینګار شوی چې د بلوچي او براهوئي ژبو د راډیويي پروګرامونو بندول د خلکو د کلتور او ژبې پر ضد اقدام دی.بلوچستان نیشنل پارټۍ خبرداری ورکړی چې که دا پالیسي بېرته وا نه خیستل شي نو دوی به په هر فورم کې خپل احتجاج جاري وساتي۔