کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د ینګ ډاکټرز ايسوسي اېشن بلوچستان ويلي دي چې د صوبې ډاکټران له جدي مالي ستونزو او د استوګنې د بنيادي اسانتياوو له کمښت سره مخ دي او حکومت بايد سمدستي پاملرنه وکړي.د ايسوسي اېشن وياند په بيان کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ډاکټرانو په تنخواوو کې د پام وړ زياتوالی نه دی شوی، حال دا چې ګرانۍ زياته شوې ده. د بلوچستان ډاکټرانو ته د نورو صوبو په پرتله کمې تنخواوې او وظيفې ورکول کېږي، چې له امله يې د محرومۍ احساس زيات شوی دی.بيان کې غوښتنه شوې چې حکومت دې د ډاکټرانو تنخواوې زياتې کړي، د هاوس افسرانو او پوسټ ګريجوېټ ډاکټرانو وظيفې دې د نورو صوبو برابرې کړي او د ډاکټرانو لپاره دې معياري استوګنيزې اسانتياوې برابرې کړي.
