پاکستان ۱۳ مئی ۲۰۲۶

د امريکا او ايران د تاوتريخوالي په اړه پاکستان د مهمو هېوادونو له سفيرانو سره د مشورې پرېکړه وکړه

اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د امريکا او ايران ترمنځ د زياتېدونکي تاوتريخوالي له امله پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په مهمو هېوادونو کې له تعينات شويو پاکستاني سفيرانو سره مشورتي غونډه وکړي.سرچينې وايي چې په اسلام آباد کې به د پاکستاني سفيرانو دوه ورځنۍ ميني کانفرنس ترسره شي، چې پکې به د منځني ختيځ او نورو مهمو سيمو سفيران ګډون وکړي.د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې به د امريکا، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، کويت، قطر، عمان او اردن لپاره د پاکستان سفيران هم ګډون ولري. غونډه کې به د سيمې پر مجموعي حالاتو، سفارتي اغېزو او د پاکستان پر ممکنه کردار خبرې وشي.سرچينې زياتوي چې د غونډې سفارشات به حکومت ته وړاندې کېږي او د پاکستان د ممکنه منځګړيتوب رول په اړه به راتلونکی لائحه عمل هم جوړ شي.