مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

افغانستان د دښمن جوړول د امریکا د اهدافو برخه ده، د پولې بندېدو له امله اقتصادي زیان روان دی: احمد خان

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان ویلي چې محدود سوچ لرونکي پالیسي جوړوونکو د امریکا د ګټو لپاره برادر هېواد افغانستان د دښمنانو په صف کې درولی، چې له امله یې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی. هغه وویل چې نااهله حکمرانان د دوست او دښمن ترمنځ توپیر له لاسه ورکړی او د ناقصو تجارتي پالیسیو له امله اقتصادي پرمختګ یوازې یو خوب پاتې شوی، د هغه په وینا د پاک-افغان پولې دوامداره بندښت نه یوازې تجارت له منځه وړی بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت خلک چې کورونه، ځمکې او قبرونه یې سره ګډ دي سخت کړاو سره مخ کړي، او د روغو او مړو کسانو تګ راتګ هم نه پرېښودل کېږي؛ هغه د بې روزګارۍ او د زراعت د خرابېدو په اړه اندېښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې پوله دې د تجارت لپاره ژر تر ژره خلاصه شي، ځکه د بندښت له امله عام خلک اقتصادي قتل سره مخ دي.