مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

بلاول بهټو: له وزیراعلی سرفراز بګټي سره به د پنځه کلن عوامي ایجنډا بشپړ کړو

کوئټه(روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي چې د وزیراعلی سرفراز بګټي سره په ګډه به د بلوچستان د پنځه کلن عوامي ایجنډا بشپړولو لپاره کار روان وساتي، هغه وویل چې د پیپلز ګوند سیاست د عامو خلکو خدمت، د بې وزلو ملاتړ او د محرومو طبقو پورته کول دي، او د پرایمري روغتیا نظام د هر هېواد د ملا تېر دی، بلاول زیاته کړه چې په بلوچستان کې د ۶۴ بی ایچ یوز فعاله کول یو انقلابي ګام دی او د اېئر ایمبولینس اړتیا د لویې سیمې لپاره حیاتي ده، هغه وویل چې د روغتیا په برخه کې د نوو پروژو له لارې به عامو خلکو ته اسانتیاوې په مستقیم ډول ورسېږي، او دا هم زیاته کړه چې د سیند تجربې اوس په بلوچستان کې عملي کېږي، د هغه په وینا پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې د عام انسان ژوند ښه شي او د منفي پروپیګنډې پر ځای د کار نتیجه ښکاره شي.