کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د بلوچستان په پنجګور، مستونګ او نوشکي کې د ډزو او چاودنو پېښو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي، په پنجګور کې نامعلومو وسلوالو پر یوه موټر ډزې کړي چې ۳ کسان ځای پر ځای وژل شوي او ۵ ټپیان شوي، په مستونګ کې د پل لاندې د چاودېدونکو موادو له امله چاودنه شوې خو ځاني زیان نه دی اوښتی، همداراز د کسټم پر پوستې برید کې دوه خونې سوځول شوي او حکومتي موټر غلا شوی، په نوشکي کې وسلوالو د لارو بندولو او موټرو د تلاشي پېښې رامنځته کړې چې له امله مسافرو کې ویره خپره شوې، امنیتي ځواکونو په ټولو سیمو کې لوی عملیات پیل کړي دي.
