مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې د پیپلز اېئر ایمبولینس سروس رسمي پیل، بلاول بهټو افتتاح وکړه

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په کوئټه کې د “پیپلز اېئر ایمبولینس” سروس رسمي افتتاح وکړه، چې په دې موقع وزیراعلی بلوچستان سرفراز بګټي او د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ هم موجود وو، چارواکو وویل چې دا سروس د بلوچستان لرې پرتو او سختو سیمو کې د بیړنیو طبي حالاتو لپاره جوړ شوی ترڅو ناروغان ژر تر ژره لویو روغتونونو ته ورسول شي، دغه اېئر ایمبولینس د عصري طبي وسایلو، آکسیجن سیستم، مانیټرونو او د نوزېږو ماشومانو لپاره ځانګړي انکیوبیټر سره مجهز دی، او دا پروژه د صوبې د صحت نظام د پیاوړتیا لپاره یو تاریخي ګام بلل کېږي.