کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د بلوچستان د ښوونې او روزنې وزارت د یوه مهم اقدام له مخې د کلسټر بجټ په اړه ډپټي کمشنرانو ته ورکړل شوي اختیارات بېرته اخیستي، د سیکرټري تعلیم لال جان جعفر په نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې د ۷ جنوري ۲۰۲۶ پخوانی حکم لغوه شوی او اوس به ټول مالي کارونه د PTSMC، LEC او LEPC له لارې د قوانینو مطابق ترسره کېږي، نوټیفیکیشن کې د شفافیت لپاره سختې لارښوونې شوې دي او ویل شوي چې د فنډونو تفصیل به په ښوونځیو کې نندارې ته وړاندې کېږي، غیر فعال ښوونځي به بودیجه نه ترلاسه کوي او د ناقانونه لګښتونو پر ضد به سختې قانوني کړنې کېږي، همداراز د ټولو ضلعو تعلیمي ادارو ته د اونیزې څارنې راپور وړاندې کولو لارښوونه شوې ده.
