کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د جمعیت علما اسلام نظریاتي مشرانو مولانا عبدالقادر لوني، مفتی شفیع الدین او نورو په ګډ بیان کې ویلي چې د هېواد اوسنی خراب وضعیت هر محب وطن اندېښمن کړی، او د حکمرانانو غلطو پالیسیو هېواد د ۷۱ په څېر حساسو حالاتو ته رسولی، دوی وویل چې انتقامي سیاست او سیاسي تفرقې ملي وحدت زیانمن کړی، او اړتیا ده چې ټولې سیاسي او سیمهییزې ډلې د هېواد د ثبات لپاره یو موټی شي، هغوی د پاک-افغان اړیکو خرابوالی د سیمې د اقتصاد لپاره زیانمن وباله او ټینګار یې وکړ چې شخړې باید د خبرو له لارې حل شي، همداراز یې د مالي فشارونو او نوو ټیکسونو سخت مخالفت وکړ او وویل چې دا اقدامات کاروبارونه بند کړي او خلک مهاجرت ته اړ شوي دي.
