پاکستان ۱۵ مئی ۲۰۲۶

د راتلونکي مالي کال لپاره د FBR د ټېکس هدف 15 زره 267 اربه روپۍ اټکل

اسلام‌آباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د آی ایم ایف له مخې د راتلونکي مالي کال لپاره د فدرالي بورډ آف ریونیو (FBR) د ټېکس هدف 15 زره 267 اربه روپۍ اټکل شوی، چې پکې د مستقیمو ټېکسونو هدف 7 زره 413 اربه، فدرالي ایکسایز ډیوټي 1 زره 43 اربه، سیلز ټیکس 4 زره 727 اربه او کسټمز ډیوټي 1 زره 651 اربه روپۍ اټکل شوې دي، همداراز 430 اربه روپۍ نوي ټېکسونه پر عامو خلکو د لګولو اټکل هم شوی، د پټرولیم لیوي له لارې 1 زره 727 اربه، نان ټېکس عواید 2 زره 768 اربه، د سود ادایګو لپاره 7 زره 824 اربه، دفاع لپاره 2 زره 665 اربه او PSDP لپاره 986 اربه روپۍ مصرف اټکل شوی، په داسې حال کې چې 4 زره 943 اربه روپۍ د پورونو ترلاسه کولو هم تخمین شوی دی.