مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

نیشنل پارټي د محکومو اقوام او منځني طبقې استازې ځواک په توګه راڅرګندیږي: ډاکټر عبدالمالک بلوچ

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د نیشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ ویلي چې نیشنل پارټي د تاریخي “نیپ” سیاسي او فکري تسلسل دی او اوس د بلوچستان د ټولو اقوامو او منځني طبقې یوه مهمه سیاسي استازې قوه ګرځېدلې ده، هغه دا څرګندونې په هزارہ ټاون کې د ډاکټر رمضان هزارہ او د ګوند د کارکوونکو له خوا جوړې شوې مېلمستیا ته د وینا پر مهال وکړې، په دې موقع د بروري روډ نه تر ګوند دفتر پورې د کارکوونکو له لوري د موټرسایکلونو او بیرغونو په اوږده جلوس کې د ګوند مشرانو تود هرکلی وشو، عبدالمالک بلوچ وویل چې نیشنل پارټي هڅه کوي ټول قومونه په یوه جمهوري پلیټ فارم متحد کړي ترڅو د خلکو حقوق خوندي شي، هغه تور پورې کړ چې په تېرو انتخاباتو کې د خلکو رایه غلا شوې خو اوس به د عوامو د حقونو پر ضد هېڅ اقدام ونه زغمل شي او د ډاکټر رمضان هزارہ په څېر مشرتابه به د حقیقي استازولۍ تضمین وکړي.