مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

کوئټه کې د ناامنۍ او ګراني پر ضد د ۲۲ مې لوی احتجاج اعلان

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د جمعیت علمای اسلام ضلع کوئټه د مجلس عاملې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د ښار د خراب امنیت، قتلونو، غلاوو او د برېښنا اوږدې لوډشیډینګ پر ضد به د ۲۲ مې مې په ورځ لوی احتجاجي لاریون ترسره کېږي، د غونډې مشرانو ویلي چې حکومت د امن په ټینګښت کې ناکامه شوی او د ګراني او بې روزګارۍ له امله عام خلک سخت زیانمن شوي دي، دوی زیاته کړه چې د ریاست ادارې باید د سیاسي مشرانو د خوندیتوب مسؤلیت په بشپړ ډول ادا کړي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.