کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د بلوچستان په تربت ښار کې لیډي کانسټیبل شکیله بلوچ د ترهګریز برید له امله شهیده شوې، په پېښه کې د هغې خاوند او کم عمره ماشوم د ژوبل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي، سرچینې وایي چې شکیله بلوچ هغه وخت په نښه شوه کله چې هغه د دندې لپاره روانه وه، د پېښې وروسته امنیتي ادارو دا برید سخت غندلی او ویلي یې دي چې دا د بلوچستان د امن او د ښځو پر رول برید دی، بل لوري ته بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي او په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي۔
