کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) حکومت نړیوال مالي صندوق (آی ایم ایف) ته د 860 ارب روپیو اضافي ټیکس اقداماتو ډاډ ورکړی دی، سرچینې وایي چې آی ایم ایف د جی ایس ټي له لارې د 2 زره ارب روپیو د وصولۍ هدف هم ټاکلی، راپورونه وایي چې په نوي بجټ کې د پټرول او ډیزلو سبسډي ختمولو پرېکړه شوې چې له امله یې د تېلو او انرژۍ بیو د لا زیاتېدو ویره شته، حکومتي سرچینې وایي چې راتلونکی بجټ به له 17 زره ارب روپیو څخه هم زیات وي او د ټیکس سختو اقداماتو له لارې د عوایدو زیاتولو پلان جوړ شوی دی۔
