مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د سردار بهادر خان ښځینه پوهنتون کارکوونکي د ستونزو حل غوښتنه، د احتجاج ګواښ

کوټه (اے این این) د سردار بهادر خان وومن یونیورسټۍ ایمپلائز ایسوسی ایشن مشر نصیب الله بازئي د پوهنتون وائس چانسلر ته په لیک کې د کارکوونکو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده، هغه ویلي چې کارکوونکي د ادارې د پرمختګ لپاره مهم رول لري خو د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي، نوموړي ویلي چې هر کال به کارکوونکو ته د عیدالاضحی بونس ورکول کېده خو سږ کال دا حق نه دی ورکړل شوی، او که غوښتنې یې ونه منل شي نو د دوشنبې په ورځ به پُرامن احتجاج او پرلت پیل کړي۔