کوټه (یو اېن اې) نیشنل ګوند په یو بیان کې په نوشکي کې د نامتو پروفېسر، شاعر او ادیب غمخوار حیات د قتل او په تربت کې پر یوې لیډي کانسټیبل د برید سخت غندنه کړې ده. بیان کې ویل شوي چې علمي او ادبي شخصیتونه د ټولنې قیمتي سرمایه ده او د هغوی وژل ټولنه تیارو ته ټېل وهل دي. ګوند د صوبایي حکومت پر امنیتي وضعیت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې حکومت د امن په ټینګښت کې په بشپړ ډول ناکامه شوی دی. بیان کې د پوهنتونونو د استادانو او نورو اهل قلم د تښتونو او هدفي بریدونو پېښو ته هم اشاره شوې او غوښتنه شوې چې حکومت دې د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي.
