کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین له وروستي سفر وروسته د بیجینګ په اړه خپل سخت دریځ کې نرمي ښودلې ده، هغه چې پخوا به یې چین د امریکا د اقتصادي ستونزو سبب باله اوس یې هغه د امریکایي بزګرانو، پوهنتونونو او اقتصاد لپاره مهم بللی، د چینایي پانګونې او زدهکوونکو پر وړاندې د ټرمپ پخوانۍ نیوکې هم نرمې شوي، بل لوري ته د شي جین پینګ او ټرمپ ترمنځ د دوه ورځني سرمشریزې وروسته ځینو مهمو مسلو کې اختلافات هم څرګند شوي، خو امریکا د لویو سوداګریزو تړونونو دعوې کړې او چین بیا خپلې پاملرنې تهوان، ایران او سیمهییز امنیت ته متمرکزې کړې دي۔
