مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

سمارټ لاک ډاوڼ د حکومت ناکامي ده، د تاجرانو ژوند یې سخت کړی دی: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (اې اېن اېن) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یو بیان کې ویلي چې په کوټه ښار او د صوبې په نورو برخو کې د سمارټ لاک ډاوڼ په نوم د حکومت پالیسۍ د نااهلۍ او غفلت څرګند ثبوت دی، چې له امله یې د عوامو او تاجرانو ژوند سخت شوی دی. بیان کې ویل شوي چې د عید په نزدې وخت کې د کاروبار بندېدل د زرګونو کورنیو روزګار اغېزمن کړی، په داسې حال کې چې عام خلک د ګرانۍ، ټیکسونو او محدودیتونو تر درانه بوج لاندې دي، او کوچني دوکانداران د فاقې سره مخ دي. ګوند زیاته کړې چې په ځینو سیمو کې د پولیسو او ادارو لخوا د لاک ډاوڼ پلي کول د رشوت او ناانصافۍ سبب ګرځېدلی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې دا تګلاره ختمه کړي، د تاجرانو ستونزې دې حل کړي او د ضلعي ادارو د ناوړه کړنو دې سمدستي نوټس واخلي.