مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

ډیرا بګټي کې بارودي سرنګ چاودنه، یو چرواها ژوبل

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د بلوچستان په ډیرا بګټي سیمه پیرکوہ لعلی ډل کې د بارودي سرنګ چاودنې له امله یو چرواها سخت ژوبل شوی، د پولیسو په وینا ژوبل کس میا داد ولد دلی نوثاني بګټي دی چې لومړنۍ طبي مرسته وروسته د ډیرا بګټي سول روغتون ته منتقل او بیا د سوئی انډس روغتون ته لیږدول شوی، چارواکو د پېښې پلټنې پیل کړي دي۔