مقامی ۱۶ مئی ۲۰۲۶

کوئټه–سبی قامي لویه لاره د توسعې له مهمې پروژې وروسته بشپړه شوه

کوټه (اے این این) د کوئټه–سبی قامي لویې لارې د توسعې پروژه بشپړه شوې چې له مخې یې د نیشنل های وے اتهارټي په مرسته د بولان د سختو غرنیو سیمو لارې پراخې شوې او د ډاډر په سیمه کې تونل هم لوی او پراخ کړل شو، په دې پروژه کې د بولان له غرنیو او سختو لارو تېرېدونکې ۲۰ کیلومتره برخه د مشینونو په مرسته رغول شوې چې له امله یې اوس د مسافرو، مال وړونکو ټرکونو او کوچونو تګ راتګ ډېر اسانه او خوندي شوی، ځايي خلکو او ټرانسپورټرانو دا پروژه یوه تاریخي پرمختګ بللی او د حکومت او این ایچ ای کارکردګي یې ستایلې ده۔