پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

ایران او امریکا د خبرو لپاره پاکستان هڅې زیاتې کړې، وزیراعظم شهباز شریف

کوټه: وزیراعظم ویلي چې پاکستان هڅه کوي چې په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو یو نوی دور ترسره شي، هغه په برتانوي ورځپاڼې کې ویلي چې پاکستان د اوږدمهاله سولې لپاره هیله لري او نړیوال یې د یو بې طرفه منځګړي په توګه مني، وزیراعظم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر رول هم ستایلی او ویلي یې دي چې پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخنیوي غوښتنه کوي، او د هند او پاکستان د تاوتریخوالي په اړه یې ویلي چې که د امریکا مداخله نه وای نو سیمه له لویې جګړې سره مخ کېدای شوه۔