مقامی ۱۷ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې دفعه 144 نافذ، وسلو ښودلو، ریلیو او ډبل سواري باندې بندیز

کوټه: د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو محکمې د موجوده امنیتي وضعیت له امله په ټول صوبه کې دفعه 144 نافذ کړې ده، د نوټیفیکیشن له مخې په ټول بلوچستان کې د وسلو ښودل یا استعمال، د موټرسایکل ډبل سواري، ټنټډ شیشو کارول، غیر رجسټرډ موټرسایکلونه، د پنځو یا زیات کسانو غونډې، لاریونونه او ریلیانې منع شوي دي، همدارنګه په عامه ځایونو کې د مخ پټولو لپاره ماسک، مفلر یا نور وسایل کارول هم بند اعلان شوي دي، دا حکم به د ۳۰ ورځو لپاره نافذ وي او هدف یې د امنیت ټینګښت بلل شوی دی۔