مقامی ۱۷ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې ناامنۍ، جبري ورکېدنې او پر تعلیمي شخصیتونو بریدونو ته د بشري حقونو کمېسیون سخت غبرګون

کوټه: د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په بلوچستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت، جبري ورکېدنو، هدفي وژنو او وسله والو بریدونو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته یې د سمدستي او مؤثره اقداماتو غوښتنه کړې ده، کمېسیون په خپل بیان کې ویلي چې د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر، پرو وائس چانسلر او نورو کارکوونکو د مستونګ په سیمه کې د تښتونې پېښه د مهمو لارو د امنیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي، همدارنګه د نوشکي د نامتو استاد پروفیسور غمخوار حیات وژنه د علمي ټولنې لپاره لویه ضایع بلل شوې، HRCP له حکومته غوښتي چې د ورکو شویو کسانو د ژغورنې، د ټولو پېښو شفافې پلټنې او د مسوولو کسانو نیولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او خبرداری یې ورکړی چې که وضعیت همداسې پاتې شي نو د خلکو باور به نور هم کمزوری شي۔