مقامی ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل د تعلیم او پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکړ

کوټه: د بلوچستان ګورنر ویلي چې په صوبه کې د تعلیم، روزګار او امن و امان ښه کول لومړیتوب دی، هغه زیاته کړې چې د بلوچستان پوهنتونونو بودیجه ۸ اربه روپیو ته لوړه شوې او د تعلیمي اصلاحاتو او پرمختیایي پروژو کار روان دی، ګورنر وویل چې د ځوانانو لپاره د فرصتونو برابرول د وخت اړتیا ده او حکومت د پایداره پرمختګ او ملي یووالي لپاره ژمن دی۔