ابوظبي: د روسیې ولسمشر د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د روس او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب او بشري رول ستاینه وکړه، دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، د منځني ختیځ د وضعیت، نړیوال امنیت، انرژۍ او نړیوال اقتصاد په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړې او د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا هوکړه یې هم وکړه۔
