ماسکو: د روسي دارالحکومت ماسکو او شاوخوا سیمو باندې د اوکراین له لوري د لویو ډرون بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه 3 کسان وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي دي، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د هوايي دفاعي نظام تېره شپه د ماسکو پر لور روان زیات شمېر اوکرایني ډرونونه شنډ کړي، د ماسکو ښاروال سرګي سوبیانین په وینا په تېرو 24 ساعتونو کې له 120 څخه زیات ډرونونه ویشتل شوي، چارواکي وايي چې په ښار کې ځینې استوګنیزې ودانۍ او د ماسکو د تېلو تصفیه خانه هم زیانمنه شوې خو د فابریکې فعالیتونه نه دي اغېزمن شوي، د ماسکو په شاوخوا کې په مېتیشچي، خیمکي، پوتیلکوو، استرا او نورو سیمو کې هم بریدونه شوي چې پکې مرګ ژوبله او مالي زیانونه رامنځته شوي، د روسیې بیړني خدمات د سیمې د پاکولو او مرستې عملیات ترسره کوي.
