مقامی ۱۷ مئی ۲۰۲۶

په بنو کې ډزې، د سردی خېل چیئرمین محمد زالي شهید، زوی یې ټپي

بنو: نامعلومو وسله والو په ډزو کې د سردی خېل چیئرمین محمد زالي شهید شو او زوی یې سخت ټپي شو، دواړه د بنو ډسټرکټ هیډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي، پولیس وایي د پېښې پلټنې روانې دي او د سیمې د امنیت لپاره عملیات دوام لري۔