کوټه: د بلوچستان ګورنر ویلي چې په صوبه کې پایداره امن، چټک پرمختګ او د ځوانانو لپاره د روزګار فرصتونه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د صحت، تعلیم، اوبو او سړکونو په ګډون ټول پرمختیایي کارونه په وخت بشپړ کړي، ګورنر زیاته کړې چې په صوبه کې د پانګونې ښه چاپېریال جوړول او د فني زده کړو وده د ځوانانو د توان لوړولو لپاره اړین دي۔
