کوټه (ډیلي نوی ژوند) د مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان ویاند کاشف حیدري ویلي دي چې وفاقي او صوبایي حکومتونه دې د راتلونکي مالي کال په بجټ جوړولو کې د هېواد د رسمي تاجر تنظیمونو سره سمدستي مشوره وکړي او هغوی دې په اعتماد کې واخلي. هغه وویل چې هېواد ته داسې بجټ پکار دی چې د نړیوالو ادارو د فشار پر ځای د پاکستان د حقیقي اقتصادي اړتیاوو او د تاجرو د ستونزو پر بنسټ جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې د ټیکسونو زیاتوالی، د برېښنا، ګاز او پټرولیم بیو لوړوالی د کاروباري طبقې ژوند سخت کړی او تجارت یې له جدي بحران سره مخ کړی دی. تاجران وایي چې حکومت دې د معاشي پالیسۍ په جوړولو کې د هغوی وړاندیزونه شامل کړي ترڅو اقتصادي فعالیتونه خوندي پاتې شي.
