کوټه (ډیلي نوی ژوند) د پاک پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا د پوځ سرلښکر د کوئټې ګېریزن مهمه دوره کړې، چیرې چې هغه د پوځ افسرانو، استادانو او سرتېرو سره لیدنې کړي او د کمانډ اینډ سټاف کالج کوئټه کې یې ځانګړې وینا کړې ده. هغه د دې تاریخي تعلیمي ادارې د لوړ معیار او مسلکي کارکردګۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د عصري جګړې بدلیدونکی ماهیت د نوې ټیکنالوژۍ او دوامدارې روزنې اړتیا لا پسې مهمه کړې ده. عاصم منیر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ بشپړ ختمول د پوځ لومړیتوب دی او د پاکستان د پرمختګ لاره د دروغو پروپاګنډو یا بهرني ملاتړ لرونکو ترهګریزو فعالیتونو له لارې نه شي بندېدای. هغه زیاته کړې چې په بلوچستان کې د پایداره سولې او پرمختګ لپاره ولسمحوره حکمراني اړینه ده.
