اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د قطر د بهرنیو چارو د وزیرِ مملکت محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني اړیکه نیولې ده، چې پکې د سیمې پر بدلېدونکي وضعیت او د دواړو هېوادونو پر ګډو موضوعاتو تفصیلي خبرې شوې دي. د دفتر خارجه د ویاند له مخې دواړو مشرانو ټینګار کړی چې د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره خبرې اترې او سفارتي اړیکې ډېر مهم دي، او باید د شخړو د کمولو لپاره له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو استفاده وشي. د قطر د بهرنیو چارو وزیرِ مملکت د پاکستان د مثبت او تعمیري رول او روانو سفارتي هڅو ستاینه کړې ده، په داسې حال کې چې اسحاق ډار یو ځل بیا دا عزم څرګند کړی چې پاکستان به په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات او ګډې سوکالۍ لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
