مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان ټیکسټ بک بورډ بډرانو سخت مالي کړکېچ

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د بلوچستان ټیکسټ بک بورډ تر چتر لاندې د صوبې د تعلیمي ادارو لپاره د سرکاري درسي کتابونو د چاپ کار کوونکي بډران سخت مالي ستونزو سره مخ شوي دي او د حکومت بلوچستان او د ټیکسټ بک بورډ له مشر څخه یې غوښتنه کړې چې د سختې ګرانۍ په نظر کې نیولو سره د چاپ نرخونه بیا وکتل شي او زیانمنو بډرانو ته ځانګړی ریلیف ورکړل شي تر څو د تعلیمي نظام تسلسل ګډوډ نه شي. د تفصیلاتو له مخې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د ټینډر له لارې بډرانو ته د کتابونو د چاپ مسؤلیتونه ورکړل شوي وو، خو هغوی د سختې سیالۍ له امله په ډېر ټیټو نرخونو قراردادونه ترلاسه کړي وو، وروسته د نړیوالو حالاتو په ځانګړي ډول د امریکا او ایران د کړکېچ له امله په هېواد کې د کاغذ، رنګ، ټرانسپورټ، بجلي او نورو ضروري موادو بیې څو چنده لوړې شوې دي، چې له امله یې په پخوانیو نرخونو کار کول ناممکن شوي دي، بډران وایي چې د ټرک کرایه له یو لک شل زرو څخه تر دوه لکه شپېته زرو روپیو پورې لوړه شوې او نور ټول مصارف هم زیات شوي دي، دوی زیاتوي چې د ژمنو برعکس د ریلیف پر ځای کار نور هم ۱۰ سلنه زیات شوی چې له امله یې ډېر بډران په کروړونو روپو مقروض شوي دي او که حکومت سمدستي اقدام ونه کړي نو نه یوازې د کتابونو رسد به اغېزمن شي بلکې راتلونکي کې به هېڅ بډر دې کار ته زړه ښه نه کړي.